TOOSnews
اعلان
د بامیان ولایت کې د باران د روغتیايي علومو انسټیټیوټ د یو شمېر مسؤلینو نیول کېدل.
افغانستانټوس نیوز

د بامیان ولایت کې د باران د روغتیايي علومو انسټیټیوټ د یو شمېر مسؤلینو نیول کېدل.

۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ځايي سرچینې په بامیان ولایت کې وایي چې د باران روغتیايي علومو انسټیټیوټ یو ځل بیا د طالبانو د استخباراتو ځواکونو له لوري تړل شوی او د دې تعلیمي مرکز یو شمېر مسؤلان او استادان نیول شوي دي.

د سرچینو په وینا، د طالبانو د استخباراتو ځواکونو د دوشنبې په ورځ دې خصوصي تعلیمي مرکز ته له ننوتلو وروسته، د دې انسټیټیوټ څو لوړپوړي مسؤلان نیولي دي، چې پکې د انسټیټیوټ له بنسټ‌اېښودونکي نوید مظفري، اداري مدیر عبدالحق شفق او تدریسي مدیر محمدحسن اکبري شامل دي.

همداراز راپورونه وایي چې اووه تنه استادان او د انسټیټیوټ رئیس ډاکټر علي نجفي هم نیول شوي وو، خو څو ساعته وروسته د ضمانت په بدل کې خوشې شول.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د انسټیټیوټ د دروازو له مهر او لاک کولو وروسته، له کارکوونکو څخه ژمنه اخیستل شوې چې نوید مظفري به ځان د استخباراتو اتم آمریت ته معرفي کوي. سرچینې وایي چې نوموړی د چهارشنبې په سهار نیول شوی دی.

تر اوسه د نورو نیول شویو کسانو د وضعیت او برخلیک په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په افغانستان کې د تعلیمي مرکزونو د فعالیتونو د محدودېدو او د ځوانانو د تحصیلي راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

لیکواله :سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.