د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني ځانګړي استازي، اصف دراني، ویلي چې اسلاماباد باید د افغانستان د کورنیو سیاستونو او ستونزو د اصلاح مسؤلیت پر خپلو اوږو وانخلي، ځکه د ده په وینا دا د افغانستان د اوسنیو واکمنانو او نړیوالې ټولنې ګډ مسؤلیت دی.
دراني ویلي، د بشري حقونو رعایت، د نجونو د زده کړو حق او د ښځو د کار اجازه هغه موضوعات دي چې طالبان باید د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې ته یې په اړه ځواب ووایي. هغه ټینګار کړی چې هغه هېوادونه چې د بشري حقونو ملاتړ کوي، باید د طالبانو د تګلارو د بدلون لپاره د هغوی په قانع کولو کې اغېزمن رول ولوبوي.
نوموړي همداراز ویلي چې پاکستان په تېرو کلونو کې د افغانستان د وضعیت له امله سترې اقتصادي، سیاسي او بشري قربانۍ ورکړې دي، نو ځکه باید نور د افغانستان د «سرپرست» یا «ښوونکي» رول ونه لوبوي.
اصف دراني د طالبانو پر اوسنیو تګلارو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د هېواد نیمایي وګړي، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې، له خپلو اساسي حقونو بېبرخې شوي دي. د هغه په وینا، د نجونو د زده کړو دوامداره بندیز به راتلونکی نسل له جدي ستونزو سره مخ کړي او د هېواد پر روغتیايي او ټولنیز نظام به هم منفي اغېز وکړي.
هغه دا پوښتنه هم راپورته کړې چې که نن نجونې د طب او نورو لوړو زده کړو له فرصته محرومې شي، نو په راتلونکو کلونو کې به د افغانستان د ښځو لپاره روغتیايي خدمتونه څوک وړاندې کوي؟
دراني د خپل پیغام په پای کې ټینګار کړی چې د ښځو زده کړې د لوېدیځ غوښتنه نه، بلکې د هرې ټولنې د پرمختګ، ثبات او اغېزمنې ادارې لپاره یوه اساسي اړتیا ده، او هېڅ هېواد نه شي کولای د خپل نفوس نیمایي برخه له زده کړو او بنسټیزو حقونو محرومه وساتي او بیا د باثباته راتلونکي تمه ولري.
لیکوال:سعید سمیر








