د وینزویلا د موقت ولسمشره ډلسي رودریګز اعلان کړی چې په دې هېواد کې د دوو زورورو او ویجاړوونکو زلزلو وروسته، تر اوسه لږ تر لږه ۳۲ کسان مړه شوي او له ۷۰۰ څخه زیات نور ټپیان دي. د وینزویلا چارواکو خبرداری ورکړی چې د تلفاتو شمېر ښايي په راتلونکو ساعتونو او ورځو کې نور هم لوړ شي.
د راپورونو له مخې، دغو زلزلو پراخ زیانونه اړولي او د پلازمېنې په ګډون په بېلابېلو سیمو کې یې د څو ودانیو د نړېدو لامل شوي دي. د ژغورنې ډلې لا هم د کنډوالو لاندې د بند پاتې کسانو د موندلو په لټه کې دي او د ژغورنې عملیات دوام لري.
د متحده ایالاتو د جیولوژۍ ادارې ویلي چې لومړۍ زلزله د رېښتر په کچه ۷.۲ درجې شدت درلود او د وینزویلا له پلازمېنې کاراکاس څخه شاوخوا ۱۶۰ کیلومتره لوېدیځ کې رامنځته شوې وه. لږ تر لږه یوه دقیقه وروسته، دوهمه زلزله د ۷.۵ رېښتر په شدت سره هماغه سیمه ولړزوله.
دې ادارې همدارنګه د خپلو لومړنیو ماډلونو پر بنسټ خبرداری ورکړی چې په تر ټولو بد سناریو کې د قربانیانو شمېر له اوسني راپور څخه ډېر لوړ کېدای شي. خو دا ارزونې لا لومړنۍ دي او وروستۍ شمېرې به یوازې د ارزیابۍ او مرستې عملیاتو له بشپړېدو وروسته روښانه شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د پېښې له زیانمنو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ اعلان کړی چې هېواد یې له وینزویلا سره د بشري او مرستندویه همکاریو لپاره چمتو دی. همدارنګه یو شمېر نورو هېوادونو هم د مرستې لپاره خپل چمتووالی ښودلی دی.
نویسنده:سلیمه آریایي








