د جمعیت اسلامي ګوند مشر عطا محمد نور وايي، چې په افغانستان دننه او بهر کې هېڅ بانکي حساب نه لري.
نور په یوه یادښت کې هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکي نوموړی د عامه شتمنیو په چور کې لاس لري او ویلي یې دي، چې د پیسو اصلي غله او د کڅوړو باروونکي د لویدیځو هېوادونو او تفتیشي ادارو لپاره معلوم دي.
نوموړي د خپلې جګړهمارۍ په اړه هم ویلي، چې د «جنګسالار» په لقب ویاړي او له دې نوم څخه شرم نه کوي. د هغه په وینا، دغه لقب د مجاهدینو د دښمنانو، لویدیځوالو او د طالبانو د لابيګرانو له خوا ورکړل شوی دی.
نور طالبان تورن کړي چې واک یې د ټوپک په زور ترلاسه کړی او د سولې د تحقق مخه نیسي. هغه ویلي، افغانستان «غصب شوی» او خلک یې د عادي ژوند او ساه اخیستو له ستونزو سره مخ دي.
نوموړي همداراز ویلي، چې د افغانستان کلتور، ارزښتونه او تاریخي نښې له ګواښ سره مخ دي او د هېواد د حقونو مدافعین په بېلابېلو نومونو یادېږي.
لیکوال:سعید سمیر








