TOOSnews
اعلان
عایشه وهاب د طالبانو پر مخالفانو نیوکه کړې او هغوی یې «ګمراه او مات شوي» بللي دي.
افغانستانټوس نیوز

عایشه وهاب د طالبانو پر مخالفانو نیوکه کړې او هغوی یې «ګمراه او مات شوي» بللي دي.

۴ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا د استازو په مجلس کې لومړنۍ افغان‌تباره ښځینه غړې، عایشه وهاب، د دوشنبې په ورځ وویل چې واشنګټن باید پرته له دې چې په افغانستان کې کومه ډله واکمنه ده، له دې هېواد سره خپلې دیپلوماټیکې اړیکې وساتي. هغې ټینګار وکړ چې متحده ایالات باید د ډیپلوماسۍ لاره خپله کړي او له افغانستان سره تعامل وکړي.

وهاب وویل: «متحده ایالات باید د ډیپلوماسۍ لاره خپله کړي؛ یعنې پرته له دې چې کومه ډله په واک کې وي، باید ډیپلوماسۍ ته ژمن پاتې شو او له دغه هېواد سره اړیکې ولرو.» هغې هیله څرګنده کړه چې د واشنګټن او کابل ترمنځ د رسمي اړیکو ټینګولو زمینه به برابره کړي چې طالبان د بشري حقونو رعایت او په افغانستان کې د ښځو د وضعیت ښه کولو ته وهڅول شي.

هغې د دوشنبې په ورځ، د وږي په دویمه، له «ډیموکراسي ناو» رسنۍ سره په خبرو کې د افغانستان اوسنی وضعیت «ناهیلې کوونکی» وباله او ویې ویل چې له زده‌کړو او عادي ژوند څخه د ښځو او ماشومانو محرومول کولای شي د دغه هېواد د راتلونکي لپاره جدي پایلې ولري. د هغې په وینا، د دغه وضعیت دوام ښايي په راتلونکو کلونو کې د افغانستان لپاره «ناورین‌زېږونکی» وي.

وهاب د خپلو خبرو په بله برخه کې د افغانستان اقتصادي ظرفیتونو، په ځانګړې توګه د دغه هېواد کانونو، ته اشاره وکړه او ویې ویل چې متحده ایالات باید لږ تر لږه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د مشارکت او قراردادونو په برخه کې همکاري وکړي. هغې زیاته کړه چې افغانستان نورو متحدینو ته هم اړتیا لري او تر اوسه له شته اقتصادي همکاریو څخه په کافي کچه ګټه نه ده اخیستل شوې.

دې امریکايي قانون‌جوړوونکې په دوام کې د طالبانو پر مخالفو ډلو هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې ځینې دغه ډلې لا هم واک ته د رسېدو هڅه کوي. هغې دغه ډلې «ماته خوړلې او ګمراه» وبللې او ویې ویل چې د هغې په باور، د دغو ډلو ځینې یې د افغانستان د ملي ګټو پر ځای تر ډېره د خپلو شخصي او ډله‌ییزو ګټو په لټه کې دي.

وهاب، پرته له دې چې کوم مشخص کس یا ډله په نوم یاده کړي، زیاته کړه چې په هغه دوره کې چې متحده ایالاتو له دغو ډلو څخه د ځینو ملاتړ کاوه، په افغانستان کې د واک له ناوړه ګټې اخیستنې، لوټمارۍ او تاوتریخوالي موارد هم لیدل شوي وو. هغې وویل چې دغو ډلو په هغه وخت کې هم ونه شوای کولای هېواد د ثبات او پرمختګ پر لور بوځي.

د وهاب په وینا، د افغانستان ستونزې یوازې تر طالبانو پورې محدودې نه دي او د دغه هېواد د وضعیت ارزونه د یو لړ سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو عواملو په پام کې نیولو ته اړتیا لري. هغې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د دیپلوماټیک تعامل او همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ.

عایشه وهاب، چې د کالیفورنیا ایالتي قانون‌جوړوونکې ده، د امریکا د استازو مجلس د ۱۴مې انتخاباتي حوزې په ځانګړو ټاکنو کې بریالۍ شوه. هغه ۳۹ کلنه ده، په نیویارک کې زېږېدلې او مور او پلار یې افغان کډوال دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.