د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، چې د ډلې د مشر د حکم پر بنسټ، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پخوانی وزیر مولوي حمدالله نعماني د هرات ولایت د ښاروال په توګه ګومارل شوی دی.
مجاهد د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۳۰ مه) په خپور شوي بیان کې ویلي، چې د هبتالله اخوندزاده د حکم له مخې، د هرات پخوانی ښاروال ملا نعمتالله حسن د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د فني او مسلکي مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
له دې ټاکنو وړاندې، د هبتالله اخوندزاده په تازه حکم کې مولوي حمدالله نعماني له خپلې مخکینۍ دندې (د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت) څخه لرې کړل شو او پر ځای یې د فاریاب پخوانی والي ملا عبدالاحد فضلي د دغه وزارت د نوي وزیر په توګه وټاکل شو.
د سرچینو په وینا، د فضلي له ټاکل کېدو وروسته هڅې پیل شوي دي چې په افغانستان کې د انټرنټ لاسرسی محدود شي، خو دا موضوع تر اوسه په رسمي ډول نه ده تایید شوې.
همدارنګه پر نوموړي تور پورې شوی چې په هلمند ولایت کې یې د ښاروالۍ اړوند زرغونې سیمه غصب کړې او اوس هڅه کوي هلته دیوال راچاپېره کړي.
طالبانو تر اوسه د دغو تورونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
لیکوال:سعید سمیر








