د بيبيسي د یوه نوي او بوږنوونکي راپور له مخې، په غور ولایت کې د بېکارۍ، فقر او سختې اقتصادي تنګسیا له امله ګڼې افغان کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره له سختو او دردناکو پرېکړو سره مخ شوي دي، چې پکې د خپلو ماشومانو پلورل هم شامل دي.
د غور اوسېدونکي سعید احمد ویلي، د خپلې پنځه کلنې لور «شایقې» د جراحي عملیاتو د لګښت د برابرولو توان یې نه درلود، نو اړ شو چې خپله لور پر یوه خپلوان په ۲۰۰ زره افغانیو وپلوري، څو د هغې ژوند وژغورل شي.
همداراز، یو بل بېوزله پلار عبدالرشید عظیمي په ژړا حالت کې ویلي، چې د شدید فقر او پورونو له امله چمتو دی خپلې اووه کلنې غبرګونې لوڼې وپلوري، څو د خپلو نورو ماشومانو لپاره د خوراک یوه مړۍ پیدا کړي.
د راپور له مخې، په غور کې د لوږې او خوارځواکۍ وضعیت تر بل هر وخت خراب شوی او د ماشومانو د مړینې کچه په بېساري ډول لوړه شوې ده. په سیمهییزو هدیرو کې د ماشومانو د کوچنیو قبرونو شمېر د لویانو په پرتله څو برابره زیات ښودل شوی دی.
د چغچران ولایتي روغتون روغتیاپالان وایي، چې د امکاناتو د سخت کمښت له امله کله ناکله په یوه ورځ کې تر درېیو پورې نوي زېږېدلي ماشومان ژوند له لاسه ورکوي. د دوی په وینا، په ځینو بسترونو کې دوه دوه د خوارځواکۍ ماشومان پراته وي.
ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی، چې د افغانستان له هرو څلورو کسانو درې یې د خپلو لومړنیو خوراکي اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دغه وضعیت پړه پر تېر جمهوري نظام اچولې، خو مرستندویه بنسټونه وایي، د ښځو پر وړاندې محدودیتونه او د نړیوالو مرستو کمېدل د بشري ناورین د ژورېدو بنسټیز عوامل دي.
لیکوال:سعید سمیر








