د امریکا د خزانې وزیر،اسکات بسنت، د پنجشنبې په ورځ په اېکس شبکې کې په یوه پیغام کې خبرداری ورکړ چې عمان باید پوه شي، د امریکا حکومت به هر هغه لوری چې د هرمز تنګي د تېرېدو لپاره د مالیې یا محصول اخیستو په اسانتیا کې رول ولري، په “تهاجمي” ډول هدف وګرځوي.
هغه زیاته کړه، هر شریک یا لوری چې په هرمز تنګي کې د محصول اخیستو د سیستم په پلي کولو کې برخه واخلي، له سزا او بندیزونو سره به مخ شي.
دغه ګواښ یوه ورځ وروسته له هغه مطرح شو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ له ایران سره د هوکړې وروسته د هرمز تنګي د ژر پرانیستل کېدو پر اړتیا ټینګار وکړ او عمان ته یې خبرداری ورکړ چې باید د دې سمندري لارې د کنټرول هڅه ونه کړي.
هغه د کابینې په غونډه کې وویل چې هرمز تنګی یوه نړیواله اوبو لار ده او “عمان به هم د نورو په څېر چلند کوي، که نه نو موږ به اړ شو چې هغوی له منځه یوسو.”
لیکواله:سلیمه حکیمي








