د ځوان ډاکټر، محمد یوسف طوفاني، چې شاوخوا دوه نیمې میاشتې وړاندې د کاپیسا ولایت په صیاد سیند کې ډوب او لادرکه شوی و، بالاخره وموندل شو.
په کاپیسا کې د طالبانو ځايي چارواکي وایي، چې کب نیوونکو د طوفاني پیکر د «دند نغلو» په سیمه کې، د کاپیسا د تګاب او د کابل د سروبي ترمنځ، له شګو لاندې موندلی دی.
د خپرو شویو راپورونو له مخې، محمد یوسف طوفاني د لوی اختر په درېیمه ورځ په صیاد سیند کې د لامبو وهلو پر مهال ډوب شوی او له هغه وروسته لادرکه شوی و. په خپرو شویو راپورونو کې د دې پېښې نېټه د غبرګولي ۹مه ښودل شوې ده.
د پیکر له موندلو وروسته، جسد یې کورنۍ ته سپارل شوی، څو د خاورو ته سپارلو لپاره یې چمتو کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








