سرچینې د غزني په جاغوري ولسوالۍ، کې وايي چې یو ۲۶ کلن ځوان په ناڅرګنده ډول وژل شوی او سوځېدلی جسد یې له غره څخه موندل شوی دی.
یوې سرچینې(دوشنبې، د وږي ۲مه) رسنیو ته په یوه پیغام کې ویلي چې دغه ځوان عبدالخالق هزاره نومېده او د جاغوري ولسوالۍ د چهلباغتوی هوقي سیمې د «کتهبېد» کلي اوسېدونکی و.
د سرچینې په وینا، عبدالخالق پنځه ورځې وړاندې له خپل کوره ورک شوی و او (یکشنبې، د وږي لومړۍ) یې سوځېدلی جسد له غره څخه موندل شوی دی.
سرچینې زیاته کړې چې خالق په کندهار کې په ساختماني چارو بوخت و او په دې وروستیو کې خپل کور ته ستون شوی و.
سرچینې ویلي: «خالق له کندهاره راغلی و. په سنګماشه کې یې د خپل ملګري موټرسایکل په امانت اخیستی و او د چهلباغتوی هوقي اړوند د کتهبېد سیمې څخه خپل کور ته راغلی و؛ خو بله ورځ ورک شو.»
تر اوسه د دغه ځوان د وژنې انګېزه او عاملان نه دي معلوم شوي. په غزني کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
سره له دې چې طالبان په هېواد کې د امنیت د ټینګښت ادعا کوي، خو په افغانستان کې لا هم جنايي پېښې، د ناڅرکندو وژنو په ګډون، دوام لري.
لیکواله:سلیمه آریایي








