TOOSnews
اعلان
اړيكو كمیسيون: د ٢٠٢۶ كال له پيل راهيسې ٣٢ پخواني چارواكي او امنيتي منسوبان افغانستان ته ستانه شوي.
افغانستانټوس نیوز

اړيكو كمیسيون: د ٢٠٢۶ كال له پيل راهيسې ٣٢ پخواني چارواكي او امنيتي منسوبان افغانستان ته ستانه شوي.

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د «افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون» د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جنوري له لومړۍ نېټې راهیسې د دغه کمېسیون په همغږۍ ۳۲ پخواني دولتي چارواکي، پوځي منسوبان او سیاسي شخصیتونه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، د جنوري په لومړۍ نېټه د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو د عمومي ریاست مرستیال رحمت‌الله عیار له پاکستان څخه هېواد ته راستون شو. درې ورځې وروسته، د پخواني حکومت دوه پوځي پیلوټان هم افغانستان ته ستانه شول او د کمېسیون له لوري ورته د خوندیتوب کارتونه ورکړل شول.

کمېسیون ویلي، دغو پیلوټانو ویلي وو چې د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلون وروسته د «ناسمو تبلیغاتو» له امله بهر ته تللي وو، خو اوس یې له راستنېدو خوښي څرګنده کړې ده.

د جنوري په اتمه، کمېسیون اعلان وکړ چې ۱۵ نور پخواني چارواکي او امنیتي منسوبان هېواد ته راستانه شوي او د خوندیتوب کارتونه پرې وېشل شوي دي. په دغو کسانو کې د ولسي جرګې پخوانی غړی احمد فرهاد مجیدي، فاطمه نظري، د حاجي ظاهر قدیر ورور عبدالقهار قدیر، د سرحدي پولیسو یو پخوانی مرستیال او یو شمېر نور پخواني دولتي مسوولان شامل وو.

همداراز، د فبروري په ۱۶مه د پخواني حکومت د کاپیسا ښاروال عزیزالرحمن افضلي هم د همدې کمېسیون په همغږۍ له امریکا څخه افغانستان ته راستون شو.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، په نورو راستنو شویو کسانو کې د پخواني حکومت یو شمېر پوځي قوماندانان، د امنیتي ادارو افسران، د پارلمان غړي، ولایتي او محلي چارواکي، د وزارتونو پخواني معینان، د پوهنتون استادان او نور دولتي کارکوونکي هم شامل دي.

د طالبانو حکومت وايي، د «افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون» د پخواني حکومت د چارواکو، سیاسي شخصیتونو او متخصصانو د بېرته راستنولو لپاره جوړ شوی او راستنېدونکو ته د خوندیتوب ډاډ ورکوي، د خوندیتوب کارتونه ورکوي او هڅه کوي هغوی د هېواد په بیارغونه او پرمختګ کې ونډه واخلي.

خو په ورته وخت کې د بشري حقونو یو شمېر بنسټونه او د پخواني حکومت ځینې چارواکي وایي، لا هم ګڼ شمېر پخواني امنیتي او دولتي منسوبان د احتمالي نیولو، تعقیب او نورو امنیتي اندېښنو له امله افغانستان ته له ستنېدو ډډه کوي.

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو یو شمېر افسران د ناڅرګندو وسله‌والو په ډزو وژل شوي، خو تر اوسه د دغو پېښو د عاملانو د نیولو یا د پلټنو د پایلو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

شنونکي د کمېسیون له لارې د ستنو شویو کسانو شمېر د بهر مېشتو پخوانیو چارواکو او امنیتي منسوبانو د ټول شمېر او نفوذ په پرتله محدود بولي او وایي، ځینې کسان د خپلو مالي او شخصي چارو له بشپړولو وروسته بېرته له افغانستانه وتلي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.