ځايي سرچینې په هرات کې وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې مامورینو په تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه پنځه ښځې د هرات له دولتي روغتون او د لیلامي له سړک څخه نیولي دي. د دغو سرچینو په وینا، طالبانو تر اوسه د دغو نیونو د علت په اړه کوم وضاحت نه دی ورکړی او د دغو ښځو د انتقال ځای په اړه هم معلومات نه دي خپاره شوي.
دا نیونې په داسې حال کې ترسره کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د هغو ښځو د نیولو او چلند په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي چې مانتو یې اغوستی وي، یا د سرچینو په وینا، د طالبانو د نظر اړوند د حجاب او پوښښ یې نه و مراعات کړی. د طالبانو چارواکو تر اوسه په دې اړه رسمي نظر نه دی څرګند کړی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د شنبې په ورځ، د زمري لسمه، د امر بالمعروف مامورینو درې ښځې د هرات له حوزوي روغتون څخه نیولي دي. سرچینې وايي، مامورینو د څو دقیقو لپاره د روغتون دروازه تړلې وه او د دغو درېیو ښځو له انتقال وروسته یې بېرته پرانیستله.
د لیلامي سړک، چې د هرات ښار په مرکز کې د پېر او پلور له مهمو ځایونو او د ښځو د تګ راتګ له ګڼ مېشتو سیمو څخه ګڼل کېږي، هم د یو شمېر ښځو د نیولو شاهد و. تر دې وړاندې هم په دې سیمه کې د ښځو د نیولو راپورونه خپاره شوي وو.
د سرچینو په وینا، په هرات کې د ښځو د نیولو نوې څپه د چهارشنبې په ورځ، د زمري اوومه، پیل شوه. په هغه ورځ طالبانو لږ تر لږه پنځه ښځې د ۶۴ متره سړک، پل رنګینه سیمه او یو شمېر سوداګریزو مرکزونو څخه نیولې وې.
سرچینو همداراز راپور ورکړی چې د پنجشنبې په ورځ، د زمري اتمه، نامعلوم شمېر ښځې د ابریشم سړک او خواجه عبدالله انصاري سړک څخه نیول شوي دي. دا لړۍ د جمعې په ورځ، د زمري په نهمه، هم دوام وموند او لږ تر لږه څلور نورې ښځې د ۶۴ متره سړک له سوداګریزو مرکزونو څخه ونیول شوې.
په هرات کې د ښځو د پراخو نیونو لومړۍ څپه د غبرګولي په شپاړسمه پیل شوې وه. د طالبانو د امر بالمعروف ادارې د دې عملیاتو له پیل یوه ورځ مخکې اعلان کړی و هغه ښځې چې د دې ډلې له نظره ټاکل شوی پوښښ مراعات نه کړي، له نیول کېدو او زنداني کېدو سره به مخ شي.
د غبرګولي په نولسمه د ښځو نیونو په هرات کې د جبرئیل سیمې د یو شمېر اوسېدونکو اعتراضونه راوپارول. د سرچینو په وینا، طالبانو د لاریون کوونکو د خورولو لپاره ډزې وکړې چې په پایله کې یې دوه کسان ووژل شول.
له دې درې ورځې وروسته، یو شمېر ښاریانو د هرات د طالبانو د والي د دفتر مخې ته لاریون وکړ او د «ښځه، ژوند، ازادي» او «زده کړه، کار، ازادي» په څېر شعارونه یې ورکول. طالبانو تر اوسه د دغو اعتراضونو او وروستیو نیونو په اړه کوم رسمي وضاحت نه دی ورکړی.
لیکواله:سلیمه آریایي








