TOOSnews
اعلان
د پخوانیو پوځيانو د مشکوکو وژنو دوام؛ په زابل کې د پولیسو یو پخوانی غړی وژل شوی.
افغانستانټوس نیوز

د پخوانیو پوځيانو د مشکوکو وژنو دوام؛ په زابل کې د پولیسو یو پخوانی غړی وژل شوی.

۱۹ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د زابل ولایت سیمه‌ییزې سرچینې وايي، چې د دې ولایت په سیوري ولسوالۍ کې یو پخوانی پوځي د ناپېژاندو وسله‌والو له خوا وژل شوی دی. د سرچینو په وینا، د وژل شوي کس نوم سیدجان و او ۳۸ کلن و.

د سرچینو په خبره، دا پېښه د سې‌شنبې په ماښام، د چنګاښ ۱۶مه، د سیوري ولسوالۍ اړوند د «لوی ښار» په سیمه کې رامنځته شوې ده. عیني شاهدانو ویلي چې د سیدجان جسد له وژل کېدو وروسته د سیمې د اوسېدونکو له خوا وموندل شو او پر بدن یې د شکنجې، ساه بندولو او د چاقو د ګوزارونو نښې لیدل کېدې.

سرچینې زیاتوي چې سیدجان د پخواني جمهوري نظام پر مهال د پولیسو له ځواکونو څخه و. هغه اصلي د سیوري ولسوالۍ اوسېدونکی و، خو د جمهوري نظام له سقوط وروسته یې د زابل ولایت په مرکز، قلات ښار کې ژوند کاوه او د کورنۍ د لګښتونو د برابرولو لپاره یې ټکسي چلوله.

په زابل کې ځايي طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي او د پېښې د څرنګوالي په اړه هم کوم جزیات نه دي خپاره شوي. همداراز، تر اوسه هېڅ فرد یا ډلې د دې وژنې مسوولیت نه دی منلی.

که څه هم د دې وژنې عاملین لا هم نه دي معلوم، خو په وروستیو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو د وژل کېدو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي. طالبان تل په ورته پېښو کې خپل لاس لرل رد کړي، په داسې حال کې چې د بشري حقونو بنسټونو او ځینو سیمه‌ییزو سرچینو په ځینو مواردو کې دغه ډله تورنه کړې ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.