د آریانا افغان هوایي شرکت اعلان کړی دی چې د هند ملکي هوانوردۍ ادارې څخه د نویو جوازونو له ترلاسه کولو وروسته، د کابل او ډیلي ترمنځ مستقیمې الوتنې بېرته پیل شوي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې دغه شرکت د دوشنبې په ورځ، د زمري ۱۲مه، په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د دې لارې الوتنې به له دې وروسته د ټاکل شوي مهال ویش له مخې ترسره شي. آریانا د الوتنو د وروستیو بندېدو یا ځنډېدو لامل نه دی روښانه کړی.
دا اقدام وروسته له هغې شوی چې تېر کال د آریانا یوه الوتکه د ډیلي د اېندرا ګاندي په نړیوال هوایی ډګر کې د کوزېدو پر مهال له یوې هوانوردۍ پېښې سره مخ شوه. دغه الوتکه ډیلي ته له رسېدو وروسته په هغه رنوې کې کوزه شوه چې په ورته وخت کې د بلې الوتکې د پورته کېدو لپاره ټاکل شوې وه.
د راپورونو له مخې، د الوتنو د کنټرول برج په چټک لارښود سره د یوې احتمالي پېښې مخه ونیول شوه. د هند هوانوردۍ ادارې له دې پېښې وروسته د انساني تېروتنې یا ارتباطي ستونزو د احتمال په اړه څېړنې پیل کړې وې.
لیکواله:سلیمه آریایي








