د طالبانو تر ادارې لاندې د کابل ښاروالۍ یو شمېر ګوښه شوي کارکوونکي وایي چې په دې اداره کې د دندو د ختمولو بهیر له روښانه اداري معیارونو پرته او تر ډېره د سلیقوي پرېکړو پر بنسټ ترسره کېږي.
یادو کارکوونکو د پنجشنبې په ورځ، د غويي ۳۱مه، له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې یو شمېر تجربه لرونکي او مسلکي کارکوونکي، چې د پخواني حکومت پر مهال یې په دې اداره کې دندې ترسره کولې، پرته له روښانه وضاحت او قانوني مراحلو له دندو ګوښه شوي دي.
د دوی په وینا، په ځینو مواردو کې نوي کسان د پخوانیو کارکوونکو پر ځای ګمارل شوي؛ هغه اقدام چې د دغو کارکوونکو په باور په ښاروالۍ کې یې بېباوري زیاته کړې او اداري اغېزمنتیا یې کمه کړې ده.
ځینې کارکوونکي دا هم وایي چې په ځینو مواردو کې د وظیفوي غیابت یا کاري غفلت په څېر تورونه له دقیقې څېړنې پرته مطرح شوي، چې همدې موضوع د هغوی د ګوښه کېدو زمینه برابره کړې ده.
د دغو شکایتونو تر څنګ، د کابل ښاروالۍ په اړه د لوړ کاري فشار، په رغنیزو پروژو کې د شفافیت نشتوالي او اداري فساد په اړه اندېښنې هم راپورته شوي دي.
معترض کارکوونکي د اداري پرېکړو د بې پلوه ارزونې او د ګوښه کولو د بهیر د بیاکتنې غوښتنه کوي. هغوی ټینګار کوي چې د مسلکي او متخصصو کسانو حقونه او ځایګاه باید خوندي وساتل شي.
خو تر اوسه د کابل ښاروالۍ په دې اړه کوم رسمي او روښانه غبرګون نه دی ښودلی.
هممهاله، د ښاروالۍ یو شمېر کورنۍ سرچینې وایي چې د دې ادارې په کاري جوړښت کې وروستي بدلونونه په چټکۍ سره ترسره شوي او په ځینو برخو کې د کارکوونکو تجربې ته لږ پام شوی دی. د دغو سرچینو په وینا، که دا وضعیت دوام وکړي، ښايي په اوږدمهال کې د کابل ښاري خدمتونو پر کیفیت منفي اغېز وکړي او د ښاریانو رضایت کم کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








