TOOSnews
اعلان
بدخشان کې د طالبانو ناراضه قوماندان له طالب پلاوي سره تر لیدنې وروسته فیض‌آباد ته ولېږدول شو.
افغانستانټوس نیوز

بدخشان کې د طالبانو ناراضه قوماندان له طالب پلاوي سره تر لیدنې وروسته فیض‌آباد ته ولېږدول شو.

۱۹ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

سرچینې وایي چې د طالبانو یو پلاوی د دې ډلې د کورنیو اختلافاتو د هواري لپاره د بدخشان ناراضه قوماندان، جمعه‌خان فاتح، د جمعې په ورځ فیض‌اباد ښار ته لېږدولی دی.

د سرچینو په وینا، جمعه‌خان فاتح وروسته له هغه فیض‌اباد ته د تګ هوکړه وکړه چې د طالبانو د پوځ د لوی درستیز، فصیح‌الدین فطرت، له لوري ورته «ډاډ» ورکړل شو. فصیح‌الدین فطرت د طالبانو له یوه پلاوي سره د پنجشنبې په ورځ نسي ولسوالۍ، چې د فاتح د حضور او اصلي اډې ځای بلل کېږي، ته تللی او له هغه سره یې لیدلي وو.

سرچینې وایي، د دغو لیدنو موخه په بدخشان کې د طالبانو د چارواکو ترمنځ د اختلافونو هوارول او د کړکېچ کمول وو. خو د دواړو لورو ترمنځ د شویو هوکړو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

په همدې حال کې، هغه انځور چې رسنیو ته رسېدلی، جمعه‌خان فاتح د طالبانو د پلاوي له غړو سره یوځای په فیض‌اباد ښار کې ښيي. طالبانو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.