TOOSnews
اعلان
په هلمند كې د صرافۍ د لوټ پر مهال درې وسله وال غله وژل شوي.
افغانستانټوس نیوز

په هلمند كې د صرافۍ د لوټ پر مهال درې وسله وال غله وژل شوي.

۲۸ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د هلمند ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ راشد ویلي، چې د دغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې درې وسله‌وال غله د طالبانو له ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي.

حافظ راشد د یکشنبې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې یادو کسانو په ګرشک ولسوالۍ کې پر یوې صرافۍ وسله‌وال برید کړی و او د وسلو په زور یې پیسې غلا کړې وې. د نوموړي په وینا، د پېښې پر مهال دوه ملکي کسان هم ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې د طالبانو ځواکونو د غلو د نیولو لپاره عملیات پیل کړل، خو غلو وسله‌وال مقاومت وکړ، چې له امله یې درې واړه وژل شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.