د پروان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د یاد ولایت په شینواري ولسوالۍ کې د یوې خونړۍ ترافیکي پېښې له امله د ۴ ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
د یادې قوماندانۍ په وینا، دغه پېښه د غبرګولي۱۳ مه شاوخوا د سهار ۹ بجې د چاریکار ښار پر لاره د استامه درې په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې، کله چې یو موټر له سړکه اوښتی او نسکور شوی دی.
مسوولین زیاتوي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، خو د ډېری ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک بلل کېږي.
د پېښې د لامل په اړه لا هم رسمي څېړنې روانې دي.
لیکوال:سعید سمیر








