TOOSnews
اعلان
په بدخشان کې د ۵۰ ښځو لپاره د ګاڼو د جوړولو یوه کارګاه جوړه شوې.
اقتصاديټوس نیوز

په بدخشان کې د ۵۰ ښځو لپاره د ګاڼو د جوړولو یوه کارګاه جوړه شوې.

۱۰ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بدخشان ولایت په فیض اباد ښار کې چې د دې ولایت مرکز دی، یوې ښځه د مریو او ګاڼو جوړولو کارګاه پرانیستې ده چې شاوخوا ۵۰ ښځو او نجونو ته یې د کار او مسلکي زده کړو زمینه برابره کړې ده.

د دې کارګاه مسؤله وايي چې د دې مرکز د جوړولو اصلي هدف د ښځو فني مهارتونو پیاوړتیا او د هغوی اقتصادي ځان بسیا کولو کې مرسته کول دي، تر څو د زده کړو د پروګرامونو د پای ته رسیدو وروسته هغوی وکولی شي خپلواک فعالیت وکړي.

د هغې په وینا، ګډون کوونکې ښځې او نجونې نه یوازې د اړینو مهارتونو د زده کړې فرصت لري، بلکه له دې لارې دوی ته د عاید ترلاسه کولو فرصت هم ورکول شوی دی، ترڅو په راتلونکي کې خپل شخصي کاروبار پیل کړي.

د سیاسی بدلونونو په ترڅ کې چې د ښځو لپاره د کار کولو فرصتونه په ډیرو برخو کې محدود شوي، د داسې پروګرامونو جوړول کولی شي د ښځو اقتصادي حضور ساتلو او په ټولنه کې د هغوی رول پیاوړی کړي.

خو بیا هم، د محصولاتو د پلور لپاره د مناسب بازار نه شتون او د منظم نندارتونو کمی د دې ښځو لپاره تر ټولو لوی چلنجونه بلل شوي دي. د دې برخې فعالان ټینګار کوي چې نور ملاتړ کولی شي د داسې نوښتونو د پراختیا زمینه برابره کړي.

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.