TOOSnews
اعلان
اروپا پارلمان: د طالبانو استازي بايد ونيول شي، نه داچې هركلى يې وشي.
نړۍټوس نیوز

اروپا پارلمان: د طالبانو استازي بايد ونيول شي، نه داچې هركلى يې وشي.

۱۴ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د اروپا په پارلمان کې له افغانستان سره د اړیکو د پلاوي مشرې راکل ګارسیا هرمیدا وندر‌وال بروکسل ته د طالبانو د استازو د احتمالي بلنې په اړه سخت غبرګون ښودلی او د ښځو پر وړاندې یې د دې ډلې تګلارې «جنسیتي اپارتاید» او د بشریت ضد جنایت بللې دي.

نوموړې ویلي، اروپايي ټولنه طالبانو ته هېڅ ډول مشروعیت نه ورکوي او په اوسنیو شرایطو کې له دې ډلې سره د رسمي تعامل لپاره زمینه نشته. هغې ټینګار کړی چې د طالبانو غړي باید د اروپايي هېوادونو له هرکلي سره مخ نه شي، بلکې ونیول شي او د جرمونو نړیوالې جزایي محکمې ته وسپارل شي.

وندر‌وال بروکسل ته د طالبانو د استازو احتمالي بلنه «ډېر خطرناک» اقدام بللی او خبرداری یې ورکړی چې دا کار به د طالبانو د عادي کولو او مشروع ښودلو په معنا وي. هغې همداراز د طالبانو پر وړاندې د نړیوالو فشارونو او بندیزونو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.