د سویډن پارلمان د محافظهکار حکومت هغه وړاندیز شوی قانون تصویب کړی چې له مخې یې د پناه غوښتونکو دایمي اقامې ته لاسرسی لغوه کېږي. د دې قانون له مخې چې له راتلونکې میاشتې به عملي شي، د پناه غوښتنې د وضعیت لرونکي کسان او هغه کسان چې فرعي ملاتړ لري، یوازې موقتي اقامه ترلاسه کوي.
تر دې قانون مخکې هغه پناه غوښتونکي چې مخکې به یې د درې کلونو موقتي اقامت وروسته د دایمي اقامت لپاره غوښتنه کولی شوه، نور به د دې ډول اقامت وړ نه وي.
همدارنګه د فرعي ملاتړ لرونکي کسان چې مخکې یې د ۱۳ میاشتو د تمدید وړ اقامه ترلاسه کوله، د دایمي اقامت د ترلاسه کولو له لارې محرومېږي.
د نوي قانون له مخې هغه کسان هم شامل دي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د بیا مېشتېدو پروګرام له لارې سویډن ته لېږدول شوي دي.
د سویډن چارواکو ویلي چې د دې قانون هدف د غیرقانوني کډوالۍ کمول او د پناه غوښتونکو د ورتګ د بهیر ښه مدیریت دی.
دا پرېکړه د سویډن د کډوالۍ د تګلارو نوې برخه ده؛ هغه تګلارې چې په وروستیو کلونو کې په څرګند ډول لا سختې شوي دي.
له ۲۰۲۲ کال راهیسې او د اولف کریسټرسن د حکومت له واک ته رسېدو وروسته چې د سویډن دیموکراټانو ګوند ملاتړ یې لري، د کډوالۍ او پناه غوښتنې په برخه کې پراخ محدودیتونه پلي شوي دي.
د اپرېل په پای کې د سویډن حکومت د تابعیت ترلاسه کولو لپاره نوي مقررات هم نافذ کړل. د دې مقرراتو له مخې غوښتونکي باید لږ تر لږه دوه زره یورو میاشتنی عاید ولري، د ژبې په ازموینو کې بریالي شي او د چلند او قانوني ژوند اړوند نوي شرطونه هم پوره کړي.
سربېره پر دې، د سویډن حکومت د مارچ په میاشت کې داسې طرحه اعلان کړه چې له مخې به یې ځینې دولتي ادارې، لکه مالیاتي او ټولنیز تأمین ادارې، مکلفې وي چې د هغو کسانو راپور ورکړي چې قانوني اقامه نه لري.
دا طرحه د ځینو کارکوونکو او مدني بنسټونو له غبرګونونو او نیوکو سره مخ شوې او حتی د مدني نافرمانۍ غوښتنې هم راپورته شوي دي.
د سویډن حکومت همدارنګه د مهاجرینو د تشویق لپاره چې خپلو اصلي هېوادونو ته ستانه شي، د داوطلبانه ستنېدو مالي مرسته د ۲۰۲۶ کال د جنوري له لومړۍ نېټې څخه ۳۰ زره یورو ته لوړه کړې ده.
رسمي شمېرې ښيي چې د کډوالۍ د قوانینو له سختېدو سره هم مهاله، په سویډن کې د پناه غوښتنې شمېرې په ۲۰۲۵ کال کې د ۲۰۲۴ کال په پرتله شاوخوا ۳۰ سلنه کمې شوي او د تېرو څلورو لسیزو تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي دي.
د سویډن د مهاجرت وزارت د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۲ تر ۲۰۲۵ کال پورې د پناه غوښتنو شمېر نږدې ۶۰ سلنه کم شوی، او په مقابل کې بېرته خپلو هېوادونو ته د مهاجرینو ستنېدل شاوخوا ۶۰ سلنه زیات شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








