د اروپا ځینو استازو، په ځانګړي ډول د اروپا پارلمان کې، بروکسل ته د طالبانو د یوه پلاوي د سفر د درولو غوښتنه کړې ده. دا غوښتنه وروسته له هغې مطرح شوې چې ګواکې اروپایي کمېسیون د طالبانو استازو ته د بلنې احتمال ارزوي. د دې سفر موضوع د اروپایي ټولنې په سیاسي فضا کې جنجالي بحثونه راپارولي دي.
د اروپا پارلمان مرستیالې رئیسې،پیناپیچرنو، په غبرګون کې ویلي چې له طالبانو سره هر ډول رسمي تړون یا تعامل ښايي د دې ډلې د رسمیت پېژندنې معنا ولري. هغې ټینګار کړی چې طالبان د ښځو د حقونو په نقض او هغو کړنو تورن دي چې ځینو بنسټونو یې «د بشریت ضد جنایت» بللي دي.
د اروپا پارلمان د یو شمېر غړو په وینا، اوس مهال له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو پر وړاندې مخالفتونه موجود دي. هغوی ټینګار کوي چې دا ډول اقدامات باید د حقوقي او سیاسي پایلو له دقیقې ارزونې وروسته ترسره شي. دغه نظرونه د اروپایي ټولنې د روانو سیاسي بحثونو په چوکاټ کې مطرح شوي دي.
لیکواله:سلیمه اریایي








