د فراګیر بنسټ په تازه راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د طالبانو پراخو محدودیتونو د سختدریځۍ، افراطي فکر او ټولنیزې ناامنۍ د پراخېدو زمینه برابره کړې ده.
دغه بنسټ د دوشنبې په ورځ، د غويي ۲۹مه، ویلي چې دا راپور یې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د سلګونو ښځو او نارینهوو د روایتونو او مستندو معلوماتو پر بنسټ چمتو کړی دی. د راپور له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر حقونو محدودیتونه، په ځانګړي ډول د نجونو پر زدهکړو بندیزونه، د افراطي فضا د پیاوړتیا له مهمو عواملو ګڼل شوي دي.
راپور زیاتوي چې د نجونو له منځنیو او لوړو زدهکړو محرومېدل او هممهاله د دیني مدرسو پراختیا، د سختدریځۍ د زیاتېدو په اړه اندېښنې لا ډېرې کړې دي. د بنسټ په خبره، په وروستیو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د پام وړ لوړ شوی او په ځینو سیمو کې تر رسمي ښوونځیو هم زیات شوی دی.
فراګیر بنسټ خبرداری ورکړی چې د وېرې فضا، ټولنیز محدودیتونه، خپلسرې نیونې او اقتصادي ستونزې، په ځانګړي ډول د ښځو ترمنځ د ناامنۍ احساس زیات کړی دی. راپور همداراز ټینګار کوي، که محدودیتونه دوام ومومي او ملاتړي بنسټونه فعال نه شي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي او افراطي فکر د لا پراخېدو احتمال به نور هم زیات شي.
لیکوال:سعید سمیر








