د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي د طالبانو پر تګلارو سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي، چې د دې ډلې واکمنۍ په تېرو پنځو کلونو کې د افغان ښځو ژوند له سختو محدودیتونو سره مخ کړی او د هېواد اوسنی وضعیت یې د افغانستان د معاصر تاریخ «توره دوره» بللې ده.
کوفي د سېشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې افغانستان د یوې داسې ډلې تر واک لاندې دی، چې د هغې په وینا نه مشروعیت لري او نه هم د خلکو د استازولۍ وړتیا.
هغې ویلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان ښځو استعدادونه، تجربې او د رهبرۍ وړتیاوې له پامه غورځول شوې او ښځې یوازې د افغاني تابعیت له امله له خپلو اساسي حقونو بېبرخې شوي دي.
نوموړې پوښتنه کړې، چې ولې افغان ښځې اړ دي په نړیوالو غونډو کې د ګډون غوښتنه وکړي، په داسې حال کې چې د نورو اسلامي هېوادونو ښځې په رسمي ډول د خپلو دولتونو استازیتوب کوي.
فوزیه کوفي همداراز پر هغو کسانو هم نیوکه کړې، چې د اوسني وضعیت لپاره توجیهات وړاندې کوي. هغې ویلي، د ښځو د حذف او د یوه ملت د سپکاوي پر وړاندې چوپ پاتې کېدل د شرم وړ دي او د هېواد د ژغورلو لپاره باید دا وضعیت بدل شي.
هغې طالبان د افغانستان د معاصر تاریخ د دې «تور فصل» اصلي مسوولین وبلل او زیاته یې کړه، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته به د هغو اقتصادي، ټولنیزو، سیاسي او فرهنګي زیانونو د جبران لپاره کلونه هڅې ته اړتیا وي، چې د هغې په وینا پر افغان ښځو تپل شوي دي.
بل لور ته، طالبانو تر دې وړاندې په وار وار ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو ټول حقوق د اسلامي شریعت له مخې خوندي دي او د ښځو د حقونو په اړه نیوکې او تورونه یې رد کړي دي.
لیکوال:سعید سمیر








