د افغانستان د جمهوري نظام د عدلیې پخواني وزیر فضلاحمد معنوي د مقاومت جبهې د وژل شوي قوماندان حسیبالله پنجشېري له مړي سره د طالبانو پر چلند نیوکه کړې او دا یې د طالبانو د «اخلاقي ماتې» نښه بللې ده.
معنوي د شنبې په ورځ په خپله اېکسپاڼه کې ویلي، د حسیبالله پنجشېري مړینه د هغه د مادي ژوند پای دی، خو د ازادۍ، عزت، انساني کرامت او د خپلې خاورې د دفاع لپاره یې ارمانونه په مرګ پای ته نه رسېږي.
نوموړي ویلي، د یوه وژل شوي انسان له جسد سره سپکاوی د ځواک نښه نه، بلکې د اخلاقي کمزورۍ او انساني ماتې څرګندونه ده. د هغه په وینا، پیاوړی انسان له خپل وژل شوي دښمن سره له مړینې وروسته جګړه نه کوي او د شریعت له مخې هم د انسان حرمت د هغه له مړینې سره پای ته نه رسېږي.
معنوي مقاومت یوازې د غوسې او غچ اخیستنې په معنا نه، بلکې د انسان د کرامت، عزت او شرف د ساتنې دنده بللې ده. هغه له افغانانو غوښتي چې د طالبانو د ظلم پر وړاندې ناهیلي او چوپ نه شي.
نوموړي خبرداری ورکړی چې هېڅ ملت یوازې د ظلم په ننداره کولو نه دی ازاد شوی او که د استبداد پر وړاندې نن ونه درېږي، د ظلم اغېزې به یوه ورځ ټولو ته ورسېږي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد تر دې مخکې ویلي وو چې د حسیب پنجشیري له مړي سره د طالبانو سرتېري «احساساتي شوي وو» او هغه مهال خپل چلند ته متوجه نه وو.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې حسیبالله پنجشیري، چې په «حسیب قوای مرکز» مشهور و، د طالبانو په یوه عملیات کې ووژل شو او د هغه له مړي سره د چلند په اړه پراخ غبرګونونه راپورته شول.
لیکوال:سعید سمیر








