TOOSnews
اعلان
فضلي: ايا افغانستان د دويمې غزې پر لور ټېل وهل كېږي؟
افغانستانټوس نیوز

فضلي: ايا افغانستان د دويمې غزې پر لور ټېل وهل كېږي؟

۱۲ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د چارو ادارې پخواني مشر فضل محمود فضلي د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د مشرې کایا کالاس پر وروستیو څرګندونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې پاکستان ته د افغانستان دننه د پوځي عملیاتو د «ځان‌دفاع» حق ورکول د افغانستان د حاکمیت او راتلونکي په اړه جدي پوښتنې راولاړوي.

فضلي په اېکس ټولنیزه شبکه کې په خپره کړې لیکنه کې د کایا کالاس هغو څرګندونو ته اشاره کړې چې پکې یې پاکستان ته د ځان‌دفاع حق یاد کړی و. نوموړي ویلي، دا دریځ د هغې د پخوانیو څرګندونو دوام دی چې د اسراییل د ځان‌دفاع له حق څخه یې ملاتړ کړی و.

هغه پوښتنه کړې چې ایا کایا کالاس غواړي افغانستان هم د غزې په څېر له یوه بحراني وضعیت سره مخ شي؟

فضلي همداراز ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او ګڼ شمېر نورې سختدریځې وسله‌والې ډلې د پاکستان د امنیتي او پوځي جوړښتونو له لوري رامنځته شوې یا پالل شوې دي.

د هغه په وینا، د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د مشرې وروستۍ څرګندونې د دې موضوع په اړه د «دوه‌ګوني چلند» څرګندونه کوي او د نړیوالو دریځونو پر عدالت او بې‌طرفۍ پوښتنې راپورته کوي.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي وضعیت، د ډیورنډ کرښې پر سر د کړکېچونو او د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په تړاو اندېښنې لا هم دوام لري.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.