په متحده عربي اماراتو کې د صقر بندر ته نږدې د یوې کښتۍ د سوځېدو پېښه راپور شوې ده. دغه پېښه د دې بندر له لوېدیځه شاوخوا ۱۴ سمندي میله لرې رامنځته شوې او د سمندري ادارو پام یې ځان ته اړولی دی.
د بریټانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتو ادارې ویلي دي چې دا پېښه د یوې درېیمې سرچینې له خوا د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ ثبت شوې ده او د یوې کښتۍ د اور لګېدو سره تړاو لري. دغه اداره د دوشنبې په ورځ د تېرېدونکو کښتيو څخه غوښتنه کړې ده چې په دې سیمه کې د خوندي فاصلو رعایت وکړي.
تر اوسه د دې اور لګېدو علت معلوم نه دی او د دې پېښې د پېل څرنګوالي په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي. همدارنګه د احتمالي چاپېریالي زیانونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.
د متحده عربي اماراتو چارواکو تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. د صقر بندر چې د رأسالخیمه امارت کې موقعیت لري د خلیج په جنوبي اوبو کې یو له مهمو ترانزیټي مرکزونو څخه دی او د دې ډول پېښو رامنځته کېدل کولای شي په دې سیمه کې د سمندري تګ راتګ پر فعالیتونو اغېز ولري.
لیکواله:سلیمه آریایي








