کندهار ولایت کې سیمهییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت د شاهوليکوټ ولسوالۍ اړوند د دهلې بند کې د یوې کښتۍ له چپه کېدو وروسته د یوې کورنۍ پنځه غړي په اوبو کې ډوب شوي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی. دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ، د وږي په څلورمه، له غرمې وروسته رامنځته شوې ده.
د یوې سرچینې په وینا، ۳۳ کلن نوراحمد له خپلو پنځو ماشومانو سره د تفرېح لپاره د دهلې بند ته تللی و. کله چې دوی پر کښتۍ سپاره شول، کښتۍ د اوبو په منځ کې چپه شوه. په دې پېښه کې یوازې یو کوچنی ماشوم ژغورل شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې نوراحمد له خپلو دوو لوڼو او دوو زامنو سره په اوبو کې ډوب شوی دی. د نوراحمد د دوو لوڼو جسدونه له اوبو را ایستل شوي، خو د نورو جسدونو د موندلو لپاره د لټون هڅې لا هم روانې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، نوراحمد د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د سنجري سیمې اصلي اوسېدونکی و او له خپلو ماشومانو سره د تفرېح لپاره د دهلې بند ته تللی و. تر اوسه د پېښې د څرنګوالي او د ورکو شویو جسدونو د لټون د بهیر په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.
په اوبو کې ډوبېدل له هغو مرګونو پېښو څخه دي چې د افغانستان په یو شمېر تفریحي سیمو، په ځانګړي ډول بندونو او سیندونو کې، رامنځته کېږي. د ځینو سیلانیانو له لوري له لامبو سره نابلدتیا، د چاپېریال شرایط، او د خوندیتوب او ژغورنې د اسانتیاوو نشتوالی د دغسې پېښو د خطر له مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








