د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار او ۲۲ ولسوالیو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله دوه کسان مړه شوي، یو لادرکه او لس نور ټپیان شوي دي. د طالبانو د مسوولینو په وینا، په دغو پېښو کې ۲۱۶ کورونه هم زیانمن شوي، خو تر اوسه له زیانمنو کورنیو سره هېڅ ډول مرستې نه دي شوي.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د پنجشنبې په ورځ، د تلې په ۲۳مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوربابا ولسوالۍ په وچهلګړه سیمه کې د سېلابونو له امله دوه کسان مړه شوي او یو بل لادرکه دی. د خبرپاڼې له مخې، د لادرکه شوي کس د موندلو هڅې روانې دي.
سرچینه زیاتوي چې په بټي کوټ، سپین غر، پچیراګام، اچین او مومندرې ولسوالیو کې لس کسان ټپیان شوي چې روغتیايي مرکزونو ته تر لېږدولو وروسته تر درملنې لاندې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د بهسودو ولسوالۍ په بحراباد سیمه کې یو کور په بشپړ ډول ویجاړ شوی، ۸۸ نور کورونه په نسبي ډول زیانمن شوي او ۱۲۷ کورنیو ته په بېلابېلو برخو کې مالي زیانونه اوښتي دي.
طالب مسوولینو ویلي چې سېلابونو په جلالاباد ښار او د هسکې مېنې، شېرزاد، کوټ، بټي کوټ، بهسود، سپین غر، روداتو، سرهرود، پچیراګام، چپرهار، شینواري، اچین، دوربابا او مومندرې ولسوالیو کې ۱۲۷ لوی او واړه څاروي هم تلف کړي دي.
د دوی په وینا، د سېلابونو له امله ۲۸۱۵ جریبه کرنیزه ځمکه، درې جریبه بڼونه، ۱۲ چینې او کاریزونه، د اوبو درې شبکې او بندونه، څلور کیلومتره سړک او یو پلچک هم زیانمن شوي دي.
سره له دې چې تر اوسه له زیانمنو کورنیو سره مرستې نه دي شوي، د طالبانو د ننګرهار مسوولینو له اړوندو ادارو او مرستندویه بنسټونو غوښتي چې له زیانمنو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
لیکوال:سعید سمیر








