TOOSnews
اعلان
د ناټو پخوانۍ سلاکاره: د طالبانو حکومت هبت‌الله اخوندزاده ته د وفادارۍ پر بنسټ ولاړ دی.
افغانستانټوس نیوز

د ناټو پخوانۍ سلاکاره: د طالبانو حکومت هبت‌الله اخوندزاده ته د وفادارۍ پر بنسټ ولاړ دی.

۲۰ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ناټو پخوانۍ سلاکارې، ډونا آر کېنګ، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د سپټمبر د نهمې نېټې راپور ته په اشارې ویلي، چې د طالبانو حکومتي جوړښت د دې ډلې د مشر، هبت‌الله اخوندزاده، د لیدلوري پر پلي کولو او هغه ته پر شخصي وفادارۍ ولاړ دی.

هغې د دغه راپور پر بنسټ ویلي، چې د طالبانو د مخالفو ډلو بریدونه محدود پاتې شوي او د طالبانو پر واکمنۍ یې د پام وړ اغېز نه دی کړی. خو په ورته وخت کې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي نښتو لا هم ملکي وګړو ته زیانونه اړولي، کورنۍ یې بې‌ځایه کړي او بنسټیزو تاسیساتو ته یې زیان رسولی دی.

د کېنګ په وینا، د ملګرو ملتونو په راپور کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو د دوام، د نجونو د منځنیو او لوړو زده‌کړو د بندیز، د خبریالانو د نیولو او د بدني مجازاتو د دوام یادونه شوې ده. په راپور کې د پخواني حکومت د کارکوونکو لپاره د اعلان شوې عمومي بښنې د احتمالي سرغړونو په اړه هم اندېښنه څرګنده شوې ده. طالبان لا هم افغان ښځینه کارکوونکو ته د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي.

هغې زیاته کړې، چې په افغانستان کې بشري ناورین لا هم دوام لري او د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو د اړتیاوو د پوره کولو طرحه یوازې ۲۹.۹ سلنه تمویل شوې ده. د ۱.۷ میلیارده ډالرو له اړینې بودیجې څخه شاوخوا ۵۱۳ میلیونه ډالر برابر شوي دي.

د ناټو دې پخوانۍ سلاکارې د جمهوري نظام سقوط ته په اشارې ویلي، چې د پخوانیو امنیتي ځواکونو پر بهرنیو مرستو، لوژستیکي ملاتړ، قراردادي شرکتونو او هوايي ځواک تکیه د هغه نظام د زیان‌مننې له مهمو لاملونو څخه وه. د هغې په باور، د افغانستان تجربه ښيي چې پیاوړې ادارې د پوځي تجهیزاتو په پرتله ډېر اهمیت لري.

کېنګ خبرداری ورکړی، چې اقتصادي بحران، سرحدي کړکېچونه او کمزورې حکومتولي کولای شي د افراطي ډلو د فعالیت لپاره زمینه برابره کړي. هغې همدارنګه ویلي، چې زرګونه افغانان، چې له نړیوالو ځواکونو او پخواني حکومت سره یې همکاري کړې، لا هم د ویزو او بیا مېشتېدو د پروګرامونو په تمه دي او ځینې یې په درېیمو هېوادونو کې له نامعلوم راتلونکي سره ژوند کوي.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.