TOOSnews
اعلان
د پاکستان پخوانی استازی: د حکومت د بقا په اړه د طالبانو اندېښنې رښتینې دي.
افغانستانټوس نیوز

د پاکستان پخوانی استازی: د حکومت د بقا په اړه د طالبانو اندېښنې رښتینې دي.

۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخوانی استازی وايي چې د پولې هاخوا ترهګرۍ ګواښ، په ځانګړي ډول د ټي ټي پي له خوا، یو ریښتینی ګواښ دی او باید له پامه ونه غورځول شي. آصف دراني ټینګار وکړ چې له بلې خوا، د افغان طالبانو اندېښنې د حکومت د بقا، د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې، د کډوالو د ایستلو او اقتصادي فشارونو په اړه هم ریښتینې دي.

ښاغلي دراني د پنجشنبې په ورځ په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه یادښت کې ولیکل: «هیڅ یو لوری به د هوايي بریدونو، د تورونو تبادلې او یا د پولو په تړلو سره سولې او ثبات ته ونه رسېږي.»

هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ جغرافیایي، سوداګریزو، دیني، قومي او تاریخي اړیکو ته په اشارې سره وویل چې د شخړو دوام به د وسلوالو شبکو د پیاوړتیا، د بې‌باورۍ د زیاتېدو او په سیمه کې د لا ډېرې بې‌ثباتۍ لامل شي.

د پاکستان پخواني استازي د حل لاره په دوامداره خبرو اترو، د معلوماتو په تبادله، سرحدي همغږۍ، اقتصادي تعامل او د ترهګرۍ ضد داسې میکانیزمونو په جوړولو کې وبلله چې دواړو لورو ته د منلو او ارزونې وړ وې. د هغه په وینا، چین او نور سیمه‌ییز ښکېل لوري کولی شي د اسانتیا برابرولو رول ولوبوي، خو په پای کې اسلام‌آباد او طالبان باید د زور پر ځای همکاري غوره کړي.

هغه زیاته کړه، په داسې حال کې چې د ایران اسلامي جمهوریت د امریکا او اسرائیلو تر بریدونو لاندې دی، تمه کېده چې کابل او اسلام‌آباد به د سیمې د سولې او ثبات لپاره ګډ دریځ غوره کړي، خو داسې ونه شول.

ښاغلي دراني ټینګار وکړ چې د افغانستان ثبات د پاکستان په ګټه دی، او ارام پاکستان هم د افغانستان په ګټه دی؛ او د سرحدي کړکېچونو د کمولو لپاره له دوه اړخیز تعامل او د ترهګرۍ ضد عملي میکانیزمونو پرته بله دوامداره لار نشته.

پاکستاني چارواکو په تېرو څو کلونو کې څو ځله د طالبانو د حکومت د دوام د پایلو په اړه خبرداری ورکړی، که چېرې هغوی د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ ته دوام ورکړي.

لیکواله:سلیمه حکیمي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.