سرچینو تایید کړې ده چې د پنجشېر د ولایتي شورا پخوانی رئیس، عبدالکریم عباسي، د طالبانو په زندان کې د ۲ کلونو او ۵ میاشتو بند تېرولو وروسته آزاد شوی دی. د دغو سرچینو په وینا، طالبانو نوموړی د ۱۴۰۲ کال د کب په ۹مه په کابل ښار کې د «مقاومت له جبهې سره د همکارۍ» په تور نیولی و.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، په کابل کې د طالبانو پوځي محکمې عبدالکریم عباسي پر ۱۲ کاله زندان محکوم کړی و. همدارنګه ویل کېږي چې هغه د بند په دوره کې په بګرام زندان کې ساتل کېده.
سرچینې وايي چې عبدالکریم عباسي د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته، د شته فشارونو سره سره له افغانستان څخه ونه وت. د هغوی په وینا، هغه د طالبانو له خوا د «عمومي بښنې» پر اعلان په باور په هېواد کې پاتې شو او خپلو شخصي فعالیتونو ته یې دوام ورکړ.
د سرچینو په وینا، ښاغلي عباسي د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د کابل په شهرنو سیمه کې د لاجوردو ډبرو د پلور دوکان درلود او په شخصي او سوداګریزو کارونو بوخت و. هغه واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وړاندې، د ۵ کلونو لپاره د پنجشېر د ولایتي شورا ریاست پر غاړه درلود.
طالبانو په تېرو څه باندې ۳ کلونو کې ډېری کسان، چې زیاتره یې د پنجشېر ولایت اوسېدونکي دي، د «مقاومت له جبهې سره د همکارۍ» په تور نیولي دي. همدارنګه د طالبانو په توقیف خونو کې د یو شمېر نیول شویو کسانو د شکنجې او په ځینو مواردو کې د وژل کېدو راپورونه هم خپاره شوي دي.
طالبانو تر اوسه په رسمي توګه د پنجشېر د ولایتي شورا د پخواني رئیس، عبدالکریم عباسي د نیولو، محکومولو او دغه راز د آزادېدو په اړه څه نه دي ویلي.
لیکواله:سلیمه آریایي








