جان بولټن د محرمو معلوماتو د ساتلو په قضیه کې له د امریکا د عدلیې وزارت سره لومړنۍ هوکړې ته ورسېد.
راپورونه ښيي چې جان بولټن، د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار، د محرمو معلوماتو د ناقانونه ساتلو په تړاو له د امریکا د عدلیې وزارت سره یوې لومړنۍ هوکړې ته رسېدلی دی. د رویټرز د راپور له مخې، نوموړی ښايي له دوو میلیونو ډالرو څخه د زیاتې نغدي جریمې او تر پنځو کلونو پورې د بند له احتمالي سزا سره مخ شي.
د مریلینډ ایالت د فدرالي محکمې د ثبت شویو اسنادو له مخې، بولټن به د جون په ۲۶مه یو ځل بیا محکمې ته حاضر شي. دا ډول غونډې معمولاً د تورن او څارنوالۍ ترمنځ د جرم د منلو د هوکړې د وروستي کېدو نښه ګڼل کېږي.
د دې هوکړې له مخې، چې لا هم د قاضي تایید ته اړتیا لري، بولټن به د محرمو معلوماتو د ناقانونه ساتلو په یوه مورد اعتراف وکړي او نغدي جریمه به ورکړي. همداراز،سي اېن اېن شبکې د یوه باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړی چې هغه د درنې جریمې له ورکولو سره موافقه کړې ده.
د راپورونو له مخې، بولټن ښايي له زندان څخه معاف شي یا تر پنځو کلونو پورې د بند سزا ترلاسه کړي. که قضیه بشپړې محاکمې ته تللې وای او په ټولو تورونو کې مجرم پېژندل شوی وای، نو له دې څخه له ډېرې درنې سزا سره به مخ شوی و.
د امریکا د عدلیې وزارت تر اوسه د دې قضیې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
فدرالي څارنوالانو څو میاشتې مخکې بولټن تورن کړی و چې د ډونلډ ټرامپ د لومړۍ ادارې پر مهال خپلې ورځني یاداښتونه ساتلي او له زرو څخه ډېر مخونه معلومات یې د شخصي برېښنالیک له لارې له هغو دوو کسانو سره شریک کړي چې امنیتي اجازه یې نه لرله.
د سي اېن اېن د راپور له مخې، دا دوه کسان د هغه مېرمن او لور وو. خو تمه نه کېږي چې بولټن به د محرمو معلوماتو د لېږدولو په تور اعتراف وکړي؛ اوسنۍ هوکړه یوازې د ملي امنیت اړوند محرمو معلوماتو د ساتلو په موضوع پورې محدوده ده.
بولټن، چې د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ د ټرمپ د لومړۍ ادارې د ملي امنیت سلاکار و، په پیل کې له ۱۸ جنايي تورونو سره مخ و؛ چې اته یې د معلوماتو د لېږدولو او لس یې د ملي او پوځي معلوماتو د ناقانونه ساتلو اړوند وو.
د دې قضیې پلټنې هغه مهال پیل شوې چې د بولټن برېښنالیک د یوې سایبري حملې پر مهال هک شو؛ هغه برید چې امریکايي چارواکو یې پړه د ایران له اړوندو هکرانو سره تړلې بللې وه. پلټونکو د همدې څېړنو پر مهال داسې یاداښتونه وموندل چې د ملي امنیت شورا د فعالیتونو اړوند فوقالعاده محرم معلومات پکې موجود وو.
د محکمې اسناد دا هم ښيي چې د اف بي ای مأمورینو د مریلینډ په ایالت کې د بولټن د کور د پلټنې پر مهال هغه اسناد موندلي چې د محرمو معلوماتو نښې پرې موجودې وې.
ټرمپ په تېرو کلونو کې څو ځله پر بولټن نیوکې کړې وې او ادعا یې کړې وه چې د هغه د ۲۰۲۰ کال په خاطراتو کتاب کې محرم معلومات شامل دي. بولټن له حکومت څخه تر وتلو وروسته د ټرمپ له مشهورو منتقدینو څخه شو او په خپلو خاطراتو کې یې هغه د ولسمشرۍ لپاره نامناسب شخص بللی و.
لیکواله:سلیمه آریایي








