د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) تایید کړې چې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د افغانستان په درېیو ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) څلور نوې مثبتې پېښې ثبت شوي دي. له دې سره، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په هېواد کې د پولیو د ثبت شویو پېښو شمېر ۱۱ ته لوړ شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ ۲۴مه، د پولیو په اړه خپل اوونیز راپور خپور کړ. د راپور له مخې، په تېره اوونۍ کې د ننګرهار ولایت کې دوه، د هلمند ولایت کې یوه او د هرات ولایت کې یوه نوې مثبته پېښه ثبت شوې ده.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې په پاکستان کې یوازې درې د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوي دي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې دا شمېر ۱۱ ته رسېدلی، چې د پاکستان په پرتله نږدې څلور برابره زیات دی.
افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس پکې په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی. که څه هم په دواړو هېوادونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاینونه دوام لري، خو د روغتیا نړیوال سازمان وروستي معلومات ښيي چې په افغانستان کې د روان کال پر مهال د مثبتو پېښو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی.
د روغتیايي چارو کارپوهان وايي، د واکسیناسیون پر کمپاینونو لګېدلي محدودیتونه، په ځانګړي ډول په ګڼو سیمو کې د کور پر کور واکسین د کمپاینونو بندېدل، د پولیو ویروس د خپرېدو له مهمو لاملونو څخه دي.
د رسمي شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د پولیو ۲۱ او په پاکستان کې ۳۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
لیکوال:سعید سمیر








