TOOSnews
اعلان
ازادۍ جبهه: په زمري مياشت كې مو پر طالبانو ٢١ بريدونه كړي.
افغانستانټوس نیوز

ازادۍ جبهه: په زمري مياشت كې مو پر طالبانو ٢١ بريدونه كړي.

۸ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټې مشر، داوود ناجي، ادعا کړې چې د دغې جبهې ځواکونو د تېرې زمري میاشتې پر مهال په اتو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد لږ تر لږه ۲۱ چریکي او جبهه‌یي عملیات ترسره کړي دي.

نوموړي ویلي چې په دغو بریدونو کې ۶۵ طالبان وژل شوي او شاوخوا ۹۰ نور ټپیان شوي دي.

د ناجي په وینا، دغه بریدونه په بدخشان، بغلان، کندوز، پنجشېر، نورستان، کابل، فاریاب او ننګرهار ولایتونو کې ترسره شوي دي.

تر اوسه طالبانو د ازادۍ جبهې د دغو ادعاوو او د خپلو ځواکونو د احتمالي تلفاتو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

په ورته مهال، په وروستیو میاشتو کې د طالبانو پر ضد د نورو وسله‌والو مخالفو ډلو د فعالیتونو او بریدونو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.