TOOSnews
اعلان
آزادۍ جبهه: د بدخشان په بهارک ولسوالى كې مود طالبانو پر كنډک بريد كړى.
افغانستانټوس نیوز

آزادۍ جبهه: د بدخشان په بهارک ولسوالى كې مود طالبانو پر كنډک بريد كړى.

۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د آزادۍ جبهې جنګیالي ادعا کوي چې د شنبې ورځې په سهار یې د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د طالبانو پر یوه کنډک څو راکټي بریدونه کړي دي.

د دغې جبهې په وینا، په برید کې له مخکې ټاکل شوي نظامي اهداف په نښه شوي او نښتې شاوخوا شل دقیقې دوام کړې وه.

د آزادۍ جبهې سرچینې وایي، د طالبانو د احتمالي تلفاتو کره شمېر لا نه دی معلوم، خو ادعا کوي چې د دوی ځواکونو ته په عملیاتو کې کوم زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي او د پېښې په اړه یې رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.