د طالبانو مخالفې ډلې، د افغانستان ازادۍ جبهې، په کونړ ولایت کې د طالبانو پر وړاندې د خپلو نویو عملیاتو د پیل خبر ورکړی او ادعا یې کړې چې د اسعداباد–جلالاباد پر لویه لاره یې د طالبانو پر یوې پوستې برید کړی دی.
د دغې جبهې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې برید د وږي په څلورمه، د چهارشنبې په ماښام، د نظامي اصولو او تاکتیکونو په کارولو سره ترسره شوی دی. د جبهې د ادعا له مخې، په دغه برید کې یو طالب وسلهوال وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
ازادۍ جبهې ویلي چې دغه برید په کونړ کې د دوی د نویو عملیاتو پیل دی او په راتلونکې کې به هم د طالبانو پر وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
تر اوسه په کونړ کې طالب چارواکو د دغه برید او د ادعا شوې مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
ازادۍ جبهه له هغو وسلهوالو ډلو څخه ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد د بریدونو مسوولیت منلی دی. دغې ډلې تر دې وړاندې په کابل او یو شمېر نورو سیمو کې هم د بریدونو ادعاوې کړې دي.
دغې جبهې په دې وروستیو کې د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې هم له طالبانو سره د وسلهوالو نښتو او د طالبانو د پوستو د نیولو ادعا کړې وه؛ خو طالب چارواکو د دغو ادعاوو په مقابل کې ویلي چې وضعیت یې تر کنټرول لاندې راوستی دی.
لیکوال:سعید سمیر








