د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې د هرات د خلکو استازی غلام فاروق نظري وفات شو.
نظري د جمعې په ورځ، د زمري ۹مه، د ناروغۍ له امله د کابل په یوه روغتون کې سا ورکړې ده.
غلام فاروق نظري د هرات ولایت له سیاسي څېرو څخه و چې د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې په شپاړسمه دوره کې یې د دغه ولایت د خلکو د استازي په توګه دنده ترسره کړې وه.
نظري په ولسي جرګه کې د خپلې دندې پر مهال له اقتصادي مسایلو او د هرات ولایت له استازیتوب سره په تړلو برخو کې فعالیت درلود.
هغه د خپلې استازیتوب په دوره کې د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون غړی هم و.
لیکواله:سلیمه آریایي








