TOOSnews
اعلان
حكمتيار: د افغانستان راتلونكى نظام بايد د ولس په خوښه جوړ شي.
افغانستانټوس نیوز

حكمتيار: د افغانستان راتلونكى نظام بايد د ولس په خوښه جوړ شي.

۷ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د لوی اختر په مناسبت خپل تازه پیغام کې ویلي، چې د افغانستان راتلونکی نظام باید د ولس د ارادې او مشورو پر بنسټ جوړ شي او د هېواد مشر باید د «امیر» په حیث د خلکو رضایت او ملي ګټو ته ژمن وي، نه دا چې یوازې د «آمر» په ډول پرېکړې وکړي.

هغه د افغانستان د روان بحران د حل لپاره د ټولو ښکېلو لورو ترمنځ د خبرو او تفاهم غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې جګړه د ستونزو د حل لار نه ده. د نوموړي په خبره، سیاسي تفاهم او ملي مذاکرات کولای شي هېواد له اوسني وضعیت څخه وباسي او د ثبات زمینه برابره کړي.

حکمتیار ویلي، چې د واک د ترلاسه کولو لپاره د جګړو تکرار باید پای ته ورسېږي او هېڅ افغان لوری باید د بهرنیو هېوادونو په ملاتړ د بل پر وړاندې وسله وانخلي. هغه خبرداری ورکړی چې د بهرنیو تکیه لرونکي سیاستونه افغانستان یو ځل بیا د ناامنۍ او بې‌ثباتۍ پر لور بیایي.

د حزب اسلامي مشر د راتلونکي نظام د جوړښت په اړه هم ویلي، چې د هېواد مشر باید د خلکو د ارادې له مخې وټاکل شي او ولس ته باید په مهمو ملي پرېکړو کې اساسي ونډه ورکړل شي.

نوموړي د یوې ملي شورا د جوړېدو وړاندیز هم کړی، څو د اساسي قانون د مسودې د چمتو کولو ترڅنګ د هېواد پر مهمو ملي مسایلو وروستۍ پرېکړې وکړي.

په همدې حال کې، که څه هم طالبان وايي چې په خپل نظام کې یې ټولو افغانانو ته ځای ورکړی، خو د واکمنۍ له نږدې پنځو کلونو تېرېدو وروسته لا هم کومه پراخه ملي مشورتي جرګه، مذاکرات او یا سیاسي خبرې نه دي ترسره شوې.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې پخواني ولسمشر اشرف غني هم څو ورځې وړاندې د افغانستان وضعیت حساس بللی و او ویلي یې و چې د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې دریځ مخ په بدلېدو دی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.