TOOSnews
اعلان
وسله‌والو کسانو په فیض‌اباد کې د طالبانو د استخباراتو پر ریاست ډزې کړي.
افغانستانټوس نیوز

وسله‌والو کسانو په فیض‌اباد کې د طالبانو د استخباراتو پر ریاست ډزې کړي.

۱۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ناپېژاندو وسلوالو د شنبې په ورځ غرمه مهال د بدخشان ولایت په مرکز،فیض‌آباد ښار کې د طالبانو د استخباراتو پر ریاست ډزې وکړې. دا برید هغه مهال وشو چې له کابله راغلي یوه پلاوي په دغه ریاست کې غونډه لرله.

برید کوونکو له ډزو وروسته سیمه پرېښوده. تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی او طالبانو هم د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

له برید وروسته، طالبانو د استخباراتو ریاست شاوخوا سیمه تر امنیتي پوښښ لاندې راوسته او د ودانۍ مخې ته یې یو هاموې ټانک ځای پر ځای کړ.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې بدخشان په وروستیو اوونیو کې د امنیتي ناکراریو او ولسي اعتراضونو د زیاتېدو شاهد دی. د شنبې په ورځ د یفتل پایین ولسوالۍ اوسېدونکو د هغه څه پر ضد لاریون وکړ چې دوی یې د طالبانو «ظلم او زور زیاتی» بللی. دغه اعتراضونه د طالبانو د ځواکونو له ډزو سره مخ شول او د مرګ‌ژوبلې راپورونه ورکړل شول، خو د قربانیانو کره شمېر تر اوسه نه دی څرګند شوی.

په یفتل پایین کې تاوتریخوالی وروسته له هغې زیات شو چې د چنګاښ میاشتې په ۲۶مه سهار دغه ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره د نوې جوړې شوې «سپاهيان میهن» جبهې تر کنټرول لاندې راغله. دې جبهې ویلي وو چې د طالبانو ځواکونه یې بې وسلې کړي، د دولتي ودانیو پر سر یې خپل بیرغ پورته کړی او وروسته یې سیمه پرېښې ده.

د یفتل پایین د اعتراضونو پر مهال یو شمېر لاریون کوونکو له بدخشان څخه د «ناپېژانده طالبانو» د وتلو غوښتنه وکړه. په تېرو ورځو کې د افغانستان د آزادۍ جبهې هم په زېباک ولسوالۍ کې له طالبانو سره د مستقیمو نښتو خبر ورکړی او د مقاومت ملي جبهې اعلان کړی چې د کران او منجان ولسوالۍ کې یې د طالبانو یو غړی وژلی دی.

بدخشان د طالبانو د مخالفو جبهو د فعالیتونو ترڅنګ له نورو امنیتي ننګونو سره هم مخ دی. د طالبانو د غړو ترمنځ داخلي اختلافات او د داعش خراسان ډلې بریدونه د دغه ولایت د امنیتي وضعیت له اغېزناکو عواملو څخه بلل کېږي.

د زمري په ۶مه، ذبیح‌الله امیري، د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس، په بهارک ولسوالۍ کې د وسله‌والو کسانو په برید کې ووژل شو. داعش خراسان ډلې د دغه برید مسؤلیت پر غاړه واخیست.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.