سیاسي فعال حبیب حکمتیار په یوه تازه خپاره کړي بیان کې د طالبان پر مذهبي کړنو، د ښوونې او روزنې پر سیاستونو او د واک پر طرز جدي نیوکې کړي دي.
نوموړي ادعا کړې چې اوسنی حاکم نظام د محدود شمېر اشخاصو تر اغېز لاندې دی، چې د ده په وینا دیني ارزښتونه یې د اصلي محتوا پر ځای په فرعي او ظاهري مسایلو بدل کړي دي. هغه ویلي چې په داسې چلند کې د عدالت، شورا او د خلکو د برخلیک د ټاکلو اساسي اصول شاته غورځول شوي دي.
حکمتیار د عباداتو او ظاهري بڼې په اړه استدلال کړی چې د اسلامي نصوصو په رڼا کې ځینې دودیزې کړنې لکه د سر پټولو اړخونه د فرضي عبادتونو اساسي شرط نه ګڼل کېږي، او ټینګار یې کړی چې دین باید له کلتوري عادتونو سره ګډ نه شي.
په بیان کې همداراز د ښوونیزو محدودیتونو موضوع ته اشاره شوې او ویل شوي چې ځینې ماشومان او زده کوونکي له دیني ظاهري شرایطو د نه پوره کولو له امله له زده کړو بې برخې کېږي، چې د هغه په باور دا ډول اقدامات د دین له اصلي روح او د زده کړې له ارزښت سره په ټکر کې دي.
نوموړي د ټولنیزو رواجونو لکه د تعویذونو، روحاني خدماتو او ځینو دودیزو کړنو د پراخېدو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې دا ډول وضعیت د دین د اصلي پیغام د کمزوري کېدو لامل ګرځي.
حکمتیار په پای کې د اصلاحاتو او د ټولنیز او سیاسي وضعیت د سمېدو لپاره د دعا غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د دیني مسایلو د ارزونې لپاره باید د قرآني نصوصو بنسټیز معیار په پام کې ونیول شي.
لیکوال:سعید سمیر








