د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار حمدالله محب د ملي مقاومت جبهې د قوماندان حسیب پنجشیري د وژل کېدو په غبرګون کې ویلي، چې سیاسي افکار او ولسي نارضایتۍ د زور او ګولۍ له لارې نه شي غلې کېدای.
محب د شنبې په ورځ، د زمري پر ۳۱مه، پر اېکس لیکلي چې د حسیب پنجشیري پر مړینه زړهخوږی دی. نوموړي ویلي، که څه هم له پنجشیري سره یې شخصي پېژندګلوي نه درلوده، خو هغه د یوه سیاسي مخالف په توګه وژل شوی دی.
د نوموړي په باور، د سیاسي مخالفینو حذفول په افغانستان کې اوږده مخینه لري، خو تر اوسه یې هېواد ته ثبات نه دی راوستی. هغه زیاته کړې چې د افغانانو نارضایتۍ له هغې کچې ډېرې ژورې دي چې وسلهوالې مخالفې ډلې یې استازیتوب کوي.
محب د طالبانو ادارې ته په اشاره ویلي، چې په افغانستان کې د امنیت ادعا او په ورته وخت کې د سیاسي مخالفینو حذفول او وژل له یو بل سره متضاد دي.
هغه همداراز ویلي، که د حسیب پنجشیري د جسد د بېاحترامۍ راپورونه سم وي، نو دا یوازې د یوه مړي سپکاوی نه، بلکې د هغه د کورنۍ او د ټولنې سپکاوی هم دی او د افغانستان موجودې ټولنیزې وېشلې فضا لا ژوروي.
محب ټینګار کړی چې سیاسي اختلافات باید د زور او حذف پر ځای د خبرو، تفاهم او د انسان ژوند ته د درناوي له لارې حل شي. نوموړي د افغانستان د روانو تاوتریخوالو او جګړو مسوولیت پر هغو کسانو اچولی چې په سیاسي تنوع او تفاهم باور نه لري او خلک د مشارکت پر ځای بېقیدوشرطه اطاعت ته رابولي.
لیکوال:سعید سمیر








