TOOSnews
اعلان
حقاني په پكتيا كې د پاكستاني بريد د قربانيانو له كورنيو سره وليدل.
افغانستانټوس نیوز

حقاني په پكتيا كې د پاكستاني بريد د قربانيانو له كورنيو سره وليدل.

۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ هغې سیمې ته تللی، چې په وروستي پاکستاني برید کې زیانمنه شوې وه. نوموړي هلته د وژل شویو کسانو له کورنیو او د سیمې له اوسېدونکو سره لیدنه کړې او د خواخوږۍ ترڅنګ یې د مرستې ډاډ ورکړی دی.

د طالبانو په وینا، حقاني د قربانیانو له خپلوانو سره د غمشریکۍ ترڅنګ د وژل شویو کسانو روح ته دعا وکړه او د ټپیانو لپاره یې د ژر روغتیا هیله څرګنده کړه. هغه وویل، له هغو کورنیو سره به اړینې مرستې او همکارۍ روانې وساتل شي چې د برید له امله زیانمنې شوي دي.

په همدې حال کې د قربانیانو د کورنیو غړو ویلي، په برید کې وژل شوي او ټپیان شوي کسان ټول ملکي وګړي دي او د دوی په خبره، د قربانیانو ډېره برخه ښځې او ماشومان دي.

د سیمې قومي مشرانو هم له طالبانو وغوښتل چې د زیانمنو کورنیو ملاتړ لا پیاوړی کړي او په ځانګړي ډول د هغو ټپیانو درملنې ته جدي پاملرنه وکړي چې لا هم په روغتیايي مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.