TOOSnews
اعلان
په نایجریې کې د داعش لخوا په یوه کلي کې مرګونی برید کې ۲۹ کسان وژل شوي دي.
نړۍټوس نیوز

په نایجریې کې د داعش لخوا په یوه کلي کې مرګونی برید کې ۲۹ کسان وژل شوي دي.

۸ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

لیکواله:سلیمه آریایي

د نایجریې مقاماتو اعلان وکړ چې وسله‌والو په یوه برید کې چې په اداماوا ایلټ کې یوه کلي کې ترسره شوی، لږ تر لږه ۲۹ کسان وژلي دي. د داعش ډلې هم په ټلګرام کې یوه بیانیه خپره کړې او د دې حملې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

د مقاماتو او د ځایي خلکو په وینا، وسله‌وال بریدګر سیمې ته ننوتلي او څو ساعتونه یې پر خلکو ډزې کړې دي.

راپورونه ښیي چې د دې برید له کبله مالی زیانونه او د خلکو ملکیتونه تخریب شوي دي.

د نایجرې مقاماتو ویلي چې د نورو بریدونو د مخنیوي او د وضعیت د بېرته عادي کولو لپاره هڅې روانې دي.

د اداماوا ایالت په شمال ختیځه نیجریه کې په تیرو کلونو کې څو ځله د بوکوحرام شورشیانو، وسله‌والو ډلو او جنایي بانډونو لخوا هدف ګرځیدلی دی؛ چې له دې کبله په دې سیمو کې ناامني زیاتې شوې ده.

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.