ځايي سرچینې د دایکنډي ولایت په مرکز شهرستان ولسوالۍ په القان بازار کې د پخواني نظامي یاسر حسيني د وژل کېدو، په کاپیسا ولایت کې د پخواني اردو د یو بل غړي د جسد د موندل کېدو، او په پنجشېر ولایت کې د پنځو پخوانیو نظامیانو د نیولو خبر ورکوي.
د سرچینو په وینا، یاسر حسيني، چې د افغانستان د پخواني نظامي اکاډمۍ فارغ او د پخواني اردو غړی و، د جمعې په ورځ د غبرګولي ۲۹مه د دایکنډي ولایت د شهرستان ولسوالۍ په مرکز د القان بازار کې د دوو وسلوالو کسانو له خوا وژل شوی دی.
ځايي سرچینې وایي چې یاسر حسيني د جمهوري نظام له سقوط وروسته په دوکاندارۍ بوخت و او په هېڅ سیاسي یا نظامي فعالیت کې یې ګډون نه درلود. هغه د دایکنډي ولایت د ولسي جرګې د پخوانۍ استازې شیرین محسني زوم و.
شیرین محسني په فېسبوک ټولنیزې شبکې کې د یوه پیغام په خپرولو سره د یاسر حسيني وژل کېدل تایید کړي دي. عارف داوري، د شیرین محسني مېړه، اوس د دایکنډي ولایت په ناومېش ولسوالۍ کې د طالبانو د حکومت د ولسوال په توګه دنده ترسره کوي.
تر اوسه د دې پېښې د انګېزې او عاملانو په اړه رسمي معلومات نه دي څرګند شوي، خو ځینې ځايي سرچینې طالبان د دې پېښې مسؤل ګڼي. طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په یوه بله پېښه کې، ځايي سرچینې په کاپیسا ولایت کې د حشمتالله حصاري، چې د افغانستان د پخواني اردو یو غړی و، د جسد د موندل کېدو خبر ورکړی دی. د سرچینو په وینا، هغه څو ورځې مخکې د طالبانو له خوا نیول شوی و.
حشمتالله حصاري د ۲۰۱ سېلاب قول اردو په یوه کنډک کې د یوه ټولي قوماندان و او د پروان ولایت د جبلالسراج ولسوالۍ د عابدخېلو کلي اصلي اوسېدونکی و. سرچینې وایي چې د هغه خپلوانو د جمعې په ورځ د هغه جسد د کاپیسا ولایت په ولایتي روغتون کې موندلی دی.
د هغه جنازه د جمعې په ورځ په پروان ولایت کې خاورو ته وسپارل شوه. ځینې عیني شاهدان ادعا کوي چې د هغه پر جسد د تاوتریخوالي نښې موجودې وې.
په ورته وخت کې، راپورونه د پنجشېر ولایت په درې ولسوالۍ کې د پخوانیو نظامیانو د نیولو د دوام ښودنه کوي. ځايي سرچینې وایي چې طالبانو تېره ورځ د درې ولسولۍ د عبداللهخېلو سیمه کې پنځه پخواني نظامیان نیولي دي.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، محمد سهراب، ذاکر، محمد صالح، نصرالله او پېروز له نیول شوو کسانو څخه دي. طالبانو تر اوسه د دې نیونو په اړه څه نه دي ویلي.
ځايي سرچینې وایي چې دغه کسان د وسلو د ساتلو په تور نیول شوي، خو همدغه سرچینې زیاتوي چې هغوی مخکې خپلې وسلې طالبانو ته سپارلې وې او په وروستیو کلونو کې په شخصي کارونو بوخت وو.
دا پېښې په داسې حال کې راپور کېږي چې د طالبانو مشر واک ته د بېرته رسېدو وروسته د عمومي بښنې فرمان اعلان کړی و او څو ځله یې د هغې پر پلي کېدو ټینګار کړی دی. سره له دې، په وروستیو کلونو کې د بشري حقونو ادارو، رسنیو او ځايي سرچینو له خوا د پخوانیو نظامیانو او د پخواني حکومت د کارکوونکو د نیولو، ورکېدو، وژنو او د جسدونو د موندلو راپورونه خپاره شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایی








