د افغانستان لپاره د یونیسف استازي تاجالدین اوېلا ویلي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او له دې ډلې نږدې یو میلیون ماشومان د مړینې له لوړ خطر سره مخامخ دي.
اوېلا د سېشنبې په ورځ په جنېوا کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې د خوارځواکۍ وضعیت په افغانستان کې د جدي اندېښنې وړ دی.
د هغه په وینا، د خوارځواکۍ له امله په روغتیايي مرکزونو کې بستر شویو ماشومانو نږدې ۴۰ سلنه تر شپږو میاشتو کم عمر لري او ۸۳ سلنه یې تر دوو کلونو کم عمره دي. نوموړي ویلي، دا شمېرې ښيي چې د خوارځواکۍ بحران تر ټولو زیات کمعمره ماشومان اغېزمنوي.
د یونیسف دغه چارواکي زیاته کړې، چې د روان کال له پیل راهیسې له نیم میلیون څخه زیات ماشومان د خوارځواکۍ د درملنې لپاره بستر شوي دي.
اوېلا په ځانګړي ډول د افغانستان په سویلي ولایتونو کې د درملنې د مرکزونو د ظرفیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په ځینو مرکزونو کې په یوه بستر کې درې یا څلور ماشومان ځای پر ځای کېږي.
د یونیسف د افغانستان استازي همداراز ویلي، چې د مالي بودجې کمښت د ماشومانو د تغذیې او درملنې پر پروګرامونو منفي اغېز کړی او د بودجې د کموالي له امله یو شمېر تغذیوي او روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.
د هغه په وینا، د افغانستان د تغذیې سکټور اوس مهال له ۵۷ سلنه بودجوي کسر سره مخ دی، په داسې حال کې چې د یونیسف د تغذیې پروګرام یوازې ۲۲ سلنه مالي تمویل ترلاسه کړی دی.
تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د دغه بشري بحران د مخنیوي لپاره خپلې مالي مرستې زیاتې کړي.
لیکوال:سعید سمیر








