TOOSnews
اعلان
د هدفي وژنو زیاتوالی؛ په تېره یوه میاشت کې په غور کې درېیم پخوانی پوځي وژل شوی.
افغانستانټوس نیوز

د هدفي وژنو زیاتوالی؛ په تېره یوه میاشت کې په غور کې درېیم پخوانی پوځي وژل شوی.

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د غور ولایت ځايي سرچینې وايي چې عبدالله رحیمي، چې د ابراهیم ملک‌زاده له نږدې پېژندل شوو قوماندانانو څخه و، په دې ولایت کې د وسله‌والو کسانو په برید کې وژل شوی دی. د سرچینو په وینا، دا پېښه د شنبې ورځ، د چنګاښ په ۲۰مه، ماښام مهال د هغه د استوګنې ځای ته څېرمه رامنځته شوې ده.

د سرچینو په وینا، رحیمي چې د پخواني حکومت پر مهال په غور ولایت کې د ملي امنیت له کارکوونکو څخه و، هغه مهال د وسله‌والو کسانو د برید هدف وګرځېد چې خپل کور ته څېرمه په یوه جومات کې و، او د برید له امله یې ژوند له لاسه ورکړ.

ځايي سرچینې همداراز ادعا کوي چې بریدګرو د طالبانو جامې اغوستې وې او برید یې ترسره کړ، وروسته یې ډزې وکړې او له سیمې څخه وتښتېدل. دا ادعا تر اوسه د خپلواکو سرچینو له خوا نه ده تأیید شوې.

تر دې دمه هېڅ کوم کس یا ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی او د طالبانو چارواکو هم د دې پېښې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د ځايي سرچینو په وینا، په تېره یوه میاشت کې دا درېیمه پېښه ده چې په غور ولایت کې د ابراهیم ملک‌زاده له نږدې قوماندانانو څخه یو کس پکې وژل کېږي. دې موضوع د هدفي وژنو د زیاتېدو او د ولایت د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

د غور یو شمېر اوسېدونکو هم د دغو بریدونو د تکرار په اړه اندېښنه ښودلې او طالبان یې د امنیت په ټینګښت کې پر پاتې راتلو تورن کړي. هغوی وايي، سره له دې چې وسلې د طالبانو د ځواکونو په واک کې دي، خو نامعلومو وسله‌والو څو ځله هدفي بریدونه کړي دي، مګر تر اوسه د دغو پېښو د عاملانو د نیولو یا د څېړنو روښانه پایله نه ده خپره شوې.

دغو اوسېدونکو ویلي چې د ورته پېښو دوام د خلکو ترمنځ وېره او بې‌باوري زیاتوي، او دوی د بریدګرو د پېژندلو او محاکمې غوښتنه کوي.

طالبانو واک ته له بېا رسېدو وروسته څو ځله ویلي چې په ټول افغانستان کې یې امنیت ټینګ کړی دی؛ خو په یو شمېر ولایتونو، په ځانګړي ډول غور کې، د هدفي وژنو دوام د امنیتي وضعیت، د قضیو د څېړنې بهیر او د مسوولو ادارو د ځواب‌ویلو په اړه پوښتنې راپورته کړي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.