TOOSnews
اعلان
هند: د سعودي، تركيې او پاكستان دفاعي تړون له نږدې څارو.
نړۍټوس نیوز

هند: د سعودي، تركيې او پاكستان دفاعي تړون له نږدې څارو.

۱۹ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

هند وايي، د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ د «مکې ګډ دفاعي تړون» له نږدې څاري.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جېسوال د شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د درېیو هېوادونو ترمنځ دغه تړون د نوي ډیلي له لوري څارل کېږي او په اړه به یې تازه معلومات شریک شي.

نوموړي د تړون په اړه د نورو جزییاتو له ورکولو ډډه وکړه.

سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د جمعې په ورځ په مکه کې دغه دفاعي تړون لاسلیک کړ. د تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد وسله‌وال برید به پر ټولو درېیو غړو هېوادونو د برید په توګه ګڼل کېږي.

دغه تړون د ګډې دفاع په اړه د درېیو هېوادونو د مشرانو د غونډې پر مهال لاسلیک شو، چې د سعودي ولیعهد او لومړي وزیر محمد بن سلمان، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان لومړي وزیر محمد شهباز شریف پکې ګډون کړی و.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.