TOOSnews
اعلان
د انسټاګرام لاس رسی؛ د کاروونکو شخصي پیغامونو ته وروسته د کوډ بندۍ له غیر فعالېدو.
نړۍټوس نیوز

د انسټاګرام لاس رسی؛ د کاروونکو شخصي پیغامونو ته وروسته د کوډ بندۍ له غیر فعالېدو.

۱۹ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د انسټاګرام کاروونکي نور په دې ټولنیزې شبکه کې د ډېرو شخصي پیغامونو د لېږلو توان نه لري، ځکه چې د دې ټولنیزې شبکې د پیغامونو د بشپړ کوډیز وړتیا په ټوله نړۍ کې غیر فعال شوې ده.

د دې وړتیا لرې کول د میټا شرکت (د انسټاګرام مور شرکت) په سیاستونو کې یو مهم بدلون ګڼل کېږي؛ هغه شرکت چې مخکې یې بشپړ کوډیز د کاروونکو د محرمیت ساتنې لپاره «طلایي معیار» بللی و.

بشپړ کوډیز یو له خوندي ترینو آنلاین پیغام رسولو طریقو څخه دی، ځکه یوازې لېږونکی او ترلاسه کوونکی کولای شي د پیغام منځپانګه وګوري، او نور خلک یا ادارې ورته لاسرسی نه لري.

خو د دې ټکنالوژۍ مخالفانو په تېرو کلونو کې خبرداری ورکړی و چې بشپړ کوډیز کولی شي زمینه برابره کړي چې افراطي او غیرقانوني محتوا پرته له څارنې خپره شي.

د میټا د نوې پرېکړې په تعقیب، ځینې ډلې او د ماشومانو د حقونو ملاتړ کوونکو دا اقدام ستایلی او دا یې د انټرنیټ په چاپېریال کې د امنیت او څارنې د زیاتوالي لپاره یو ګام بللی دی.

برعکس، د محرمیت فعالان او د ډیجیټل آزادۍ مدافعینو، دا پرېکړه غندلې او د کاروونکو د امنیت او محرمیت لپاره یې یو ګواښ ګڼلې ده.

اوس چې بشپړ کوډیز غیر فعال شوی، انسټاګرام کولی شي د کاروونکو د مستقیمو پیغامونو منځپانګې ته لاسرسی ولري، په شمول د عکسونو، ویډیوګانو او غږیزو پیغامونو.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.