د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت عالي شورا ویلي، د اسلاماباد د هوکړهلیک له مخې به د راتلونکو ۶۰ ورځو لپاره له هغو بېړیو او اړخونو څخه چې د هُرمز تنګي له لارې تګ راتګ کوي، هېڅ ډول محصول یا لګښت وانهخیستل شي، او دغه لګښتونه به د ایران اسلامي جمهوریت له خوا تمویلېږي.
د شورا په اعلامیه کې راغلي چې د ځانګړو شرایطو او د خوندیتوب اړوندو ځینو خطرونو له امله، بېړۍ باید د هغو ټاکل شویو لارو او وختونو له مخې تګ راتګ وکړي چې ورته اعلانېږي. د اعلامیې له مخې، دغه اقدام د خوندي تګ راتګ د ډاډمنولو او د احتمالي سمندري پېښو د مخنیوي لپاره ترسره کېږي.
ایران ټینګار کړی چې د دې تدابیرو موخه په هُرمز تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ د بهیر خوندي او منظم ساتل دي، څو د هر ډول احتمالي سمندري پېښو مخه ونیول شي او د سمندري ترافیکو د تدریجي پراختیا زمینه برابره شي.
لیکوال:سعید سمیر








